Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې تمویلونکي

دافغانستان دمدني ټولنې اوبشري حقونوشبکه د دوه نړیوالو ټولنو لخوا ملاتړ کیږي. د دنمارک دولت خپل ملاتړ د دنمار ک دبشري حقونو انسټټیوت له لارې او دسویس دولت بیا د ګواښ لاندې کسانو څخه د ملاتړ موسسې له لارې خپل ملاتړ وړاندې کوي.

1- د دنمارک دولت

دافغانستان د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه د تاسیس له نیټې ، دنمارک دولت له تخصصي او اقتصادي مرستو څخه برخه منه ده او همدا اوس هم د دنمارک دولت د شبکې له اصلي تمویل ونکو څخه دی.ددنمارک ددغو بشري حقونو پروګرامونو مجري او ملاتړکونکی دی.

ددغو همکاریو لومړۍ مرستې ، د۲۰۰۴ کال د اګست له میاشتې پیل او د۲۰۰۶ کال تر اګست میاشتې یې دوام وکړ. په دغه وخت کې د دنمارک دبشري حقونو انسټټیوت د ظرفیت لوړوالي او د اقتصادي امکاناتو د زیاتیدو په برخه کې پروګرامونه جوړکړل. ددغو همکاریو په پایله کې د غږپه نوم یوه راډیويي خپرونه ، دانګارې مجله، دمدني ټولنې او بشري حقونو شبکې کاري جوړښت او پریکړه نیونکې ټولنې فعالې شوې.

د دنمارک دبشري حقونو په انسټټیوت کې دافغانستان برخې مسول ښاغلي ملک ستیز دمدني ټولنې اوبشري حقونو شبکې له پیل څخه له موږسره وه او له شبکې سره ېې زیاتې مرستې کړي.

2- د سویس دولت

دمدني ټولنو اوبشري حقونو شبکې دکار په لومړي پړاو کې د سویس دولت ترګواښ لاندې کسانو د موسسي له لوري د دنمارک دبشري حقونو انسټټیوټ په همکارۍ له شبکې سره خپله مرسته پیل کړه چې ددغه پروګرام تمویلونکی د سویس دولت دی.

دبشري حقونو دروزنې کتاب روزنیز یونټ ددغو همکاریو محصول دی، چې سویس دولت هم د شبکې د اصلي تمویلونکو له ډلې څخه شمیرل کیږي. د شبکې ملاتړکونکو پروګرامونو مرستیاله میرمن ریګولا هافنر ،تل له شبکې سره د کاري ظرفیتونو په لوړوالي کې مرسته کړې.