کاري ډلې
کاري ډلې دشبکې له ستراتیژي سره سم روزنیزو اړتیاو ته په پام لرنه جوړیږي کاري ډلې مسئولیت لري چې دبشرې حقونو ، مدنې ټولنې ،دولت،حقوقي چوکاټ،او ارښتونو دمیکانیزم اړوند بحثونه جوړ او پر مخ بوزي او دپراخو مطالعاتو زمینه برابره کړي.او خپلې څېړنې د دقیقوو دپریکړو لپاره دبشرې حقونو او مدنې ټولنې مشرتابه ته وړاندي کړي .کاري ډله سالم اطلاعات او څېړنې دشبکې غړو مرکزونو ته وړاندې کوي .ترڅو مرکزونه ددغو څېړنو پربنسټ خپل فعالیتونه پر مخ بوزي .بله خوا دکاري ډلي غړي د ښونکو په صفت دشبکې دظرفیت دکچې دلوړولو په پروګرامونو کي ونډه اخلي.
دبشرې حقونو او مدنې ټولنې شبکې خپله کاري ډله د مدنې ټولنه ،بشرې حقونه ،دولت ، اسلام اوبشرې حقونه ،اساسي قانون او بشرې حقونه ،بې ځایه شوي او بشرې حقونه په لړ کې په کار اچولي دي .چې ددغو کاري ډلو یو لړ کارونه د شبکې دنشراتو دبرخې له خوا دغوښتونکو په لاس رسي کې ورکړل شوي دي او دپام وړ ګرزیدلي دي.