
Copyright 2007-2010
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.
|
«اطلاعاتو ته لاس رسی»
اطلاعاتو ته لاس رسی د دموکراتیکو او مردم سالارو دولتونو یو اساسي عنصر دی او دخلکو لاس رسی هغې د وګړو قانوني او طبیعي حق بلل کیږي.
د مدني ټولنې اوبشري حقونو شبکه، د یو فعالې مدني ټولنې په توګه، له لومړنیو ټولنه څه ده،چې د خپلو نورو پروګرامونو ترڅنګ ددې ښکارندې په اهمیت پوهیدلې او ددغو ارزښتونو په منطقي او اصولي توګه پلي کیدو لارو چارو لپاره په بیلابیلو کچو د ټولنې له هرې برخې سره بحثونه جوړ کړی او دهغې پلي کولو لپاره ېې بیلابیلې تګلارې ترلاسه لاندې نیولي.
همداراز شبکې په بامیانو ولایت کې اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه د دوه ورځینی بحث په لاره اچولو سره او همداراز اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د هرات په ولایت کې د یو تحلیلي سمپوزیم جوړل، چې په هغې کې د موثقو اطلاعاتو ته د لاس رسي په اړه ګټور بحثونه وشول او اطلاعاتو ته د لاس رسۍ قانونو مصوده لیکلو لپاره دغونډو جوړیدو طرحه او په دې اړه ځینې نور کارونه ترسره شول او بله خپرونه هم د مرکز او ولایتونو په کچه ترلاسه لاندې لري. خو په ترټولو نوي مورود کې د شبکې له خوا د مخکې طرحه شويو پروګرامونو په لړکې، داځل اطلاعاتو ته د لاس رسي په برخه کې د خلکو د پوهاوي د کچې لوړوالي په موخه او همداراز اطلاعاتو ته دلاس رسي څرنګوالي په اړه د راټوکیدلو پوښتنو ته د ځواب ویلو او مفاهیمو تشریح په موخه « اطلاعاتو ته د لاس رسي » دا راډیويي خپرونه په مزار شریف ښار کې د بلخي رابعې راډیو په همکارۍ کې پیل کړې. « اطلاعاتو ته د لاس رسي » لومړنۍ راډیويي خپرونه د ۱۳۸۹ لمریزکال د حمل په نولسمه خپره شوه. په دې خپرونه کې، اطلاعاتو ته د لاس رسي موضوع ګانې، چې د ارزښت له پلوه ددغې خپرونې په لومړي توب کې راځي، له درنو میلمنو سره مو پرې بحث کړې چې په ترتیب سره پرې خبرې شوي.
« اطلاعاتو ته د لاس رسي » په لومړۍ خپرونه کې په شمال زون کې د مدني ټولنې او بشري حقونو شبکې همغږې کونکې نسیمه اذکیا او د حقوقي چارو کارپوه ښاغلی کاوه سحاب له ځان سره لرو، چې تاسو ددې خپرونې اوریدو ته رابولو.
|
|