Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 




 
 
 
 

دشبکې کارکونکي
سروش کاظمي په 1363 م کال دبلخ ولایت دمزار شریف په ښار کې زېږېدلی دی.دماشومتوب او دابتدایيه زدهکړو دوره یې دسلطان غیاث الدین په ښونڅي کې او دلېسې دوره یې د دقیقي بلخې کې پای ته رسولې دي لږ موده وروسته په 1382 م کال دبلخ دځوانو ژورنالستانو دخونې غړی شو.او په 1384 کال یې د پدیدار مدیریت پیل کړ اوډېری یې انتقادي ټولنېزې مقالې ولیکلي هغه د ښارې فرهنګ او دښارې حقونو دارزښت سیاسی اړوند مقالې ولیکلي چې په رسنیو کې خپرې شوی دې.

.سروش کاظمې دبلخ له فعالو ځوانانو څخه دی چې په لږ وخت کې دیوه برجسته شخصیت څښتن شو.په 1384 م کال کې له شبکې سره اشنا شو او دبشرې حقونو او مدنې ټولنې اړوند ډېر دوضعیت دڅرنګوالي دڅېړنې لازمې زمینې یې برابرې کړي .په مزارشریف کې دبشرې حقونو هغه ښونځی چې دشبکې له خوا پرمخ بیول کیږي دی پرمخ بیایی او دغه رازد ۱۳۸۵ له وږي نه را به دیخوا په شمال او شمال شرق کې دشبکې دفعالیتونو دهمغږي کولو کار پر مخ بیای.په دې لړ کي ښاغلي کاظمي دبشرې حقونو ،مدنې ټولنې ،حقوقو او دولت او دموکراسي یو لړ پروګرامونه پلي کړي دی.سروش په دې باورې دی چې دبشرې حقونو او مدنې ټولنې شبکې ورته د ټولنیزو ارزښتونو دزده کړي زمینه په لاس ورکړې ده .او د همکاري دفرهنګ او له فکري پراختیا نه خوند اخلي.

نسیمه ازکیا د ۱۳۶۲ دجدي په میاشت کې دصنعتي بغلان په ښارګوټې کي زېږېدلې لومړنۍ زده کړې یی دعائشه افغان په ابتدایې ښونځې کي تر سره کړې او لیسه یې دمزارشریف په سلطان راضیه لیسه کې تر سره کړي او دبلخ پوهنتون دادبیاتو په پوهنځي کې شامله شوې ،او په ۱۳۸۴ م کال ددې پوهنتون له انګلیسی برخې نه فارغه شوې ده.نسیمه دزده کړو له تر سره کولو وروسته بشرې حقونو او دهغوپوهاوې ته مخه کړه .
او دبشرې حقونو په اصولو له پوهیدو وروسته یې دبشرې حقونو له سازمانونو سره په کار پیل وکړ .نسیمه ازکیا دتعاون موسسې دشمال له دفتر سره چې دبشرې حقونو یوه غوره ازمیل شوې مرکز دی همکاري درلوده او ورسته په رسمې توګه هلته وګمارل شوه .نسیمه ازکیا له ۱۳۸۲ م کال نه دبشرې حقونو او مدنې ټولنې له شبکې سره خپلې همکاری پیل کړې نسیمه له هغو لومړنیو ګډون کونکو نه ده چې دشبکې له خوا په جوړ شوي دوبنې ښونځې کې چې دځوانانو لپاره جوړ شوی و کې یې ګډون درلود .

تګلارې
له تاسیس نه وړاندي په شمال کې د شبکې تاریخچه:
دبشرې حقونو او مدنې ټولنې شبکې په ۲۰۰۴ م کال کې په کابل کې صورت وموند او رسما یې په کار پیل وکړ.شبکې په لومړیو دوو کالونو کې له ۲۰۰۴ م نه تر ۲۰۰۶ پورې په کابل کې فعالیت کاوه .او دشرې حقونو د زده کړیزو ښونځایونو او روزنیزو ښونځیو په څېر پروګرامونو ته له بیلابیلو ځایونو نه استازی دعوت کیدل ،تر څو لا زیاته پیژندګلو رامنځته شي .دبشرې حقونو دروزنېزو ښونځیو په لړ کې کله په کابل او کله په شمال کې دبشرې حقونو په څېړلو او په څرنګوالي مامور همکاران دې پایلې ته ورسیدل چې په شمال کې هم یوه برخه پرانستل شي .

په شمال کې دبشرې حقونو او مدنې ټولنې دلمړې دفتر پراختیا او دفعالیتونودپراختیا دکارونو ډېروالی:
د ۱۳۸۵ م کال دوږي په ۲۸ مه چې د ۲۰۰۶ م د سپتمبر له ۲۸ مې سره سمون خورې ،دبشرې حقونو او مدنې ټولنې شبکې په شمال کې خپل لمړی دفتر پرانیست دشبکې ساحوی دفتر یا(دشمال دهمغږی مرکز)په بلخ کې دی .او دشمال او شمال ختیځ اته ولایتونه لکه(سمنګان،جوزجان،سرپل،فاریاب،بغلان،کندز،تخار،او بدخشان)یې ترسیار پوښښ لاندې دي.

له کابل نه دباندي دشبکې دکار دغزونې موخه دبشرې حقونو او مدنې ټولنې په اړوند د شبکیې کار معرفی کول، دیو موټی اوپه ټولنه کې د اغیزناک قوت په توګه دمدنې ټولنو دکار منسجم کول ،دښارې فرهنګ پیاوړي کول او پر دموکراسي ولاړي ټولنې رامنځته کولو ته رسیدل ،او دقانون حاکمیت چې دشبکې منزل دی رسېدل دي .

د ۲۰۰۶ له سپتامبر نه د ۲۰۰۸ تر جنوري پورې فعالیتونه اوله نېمایې (داړتیاوو په ګوته کول)

په شمالي ولایتونو کې دیوه ورځنې خبرو اترو پروګرامونه ،دبشرې حقونو او مدنې ټولنې اړوند سیمنارونه جوړول او دبشرې حقونو له فعالینو او مرکزونو نه دیوه ورځنې سلا مشوروغوښتنې پروګرامونه هفه تګلارې وې چې پر بنسټ یې دبشرې حقونو او مدنې ټولنې اړوند اړتیاوې په ګوته او دغه مفاهم پیاوړي کیدل.

دوهمه نیمایې (استراتیژ ي)
دشمال دهم غږي مرکز او دهغه تر پوښښ لاندي دیوې ملي ستراتیژي په رامنځته کولو کي مهم رول درلود .په استراتیژي کي دشمال دصفحاتو داړتیاو په ګوته کول او ځایول په شمال کي دسلامشورو غوښتنې او خبرو اترو دپروګرامونو لاس ته راوړنه وه.چې د۲۰۰۷ م په نوامبر کي په کابل کي دهمکارانو ،دشبکې دغړو په متفقه رایو په کابل کې په دریو کلیدی ساحو کي تصویب شوه.
ظرفیت پالنه
ادواکسي
هم غږي

ظرفیت پالنه:
دشبکې د لومړې ساحې دظرفیت پراختیا هغه څه وچې په شمال او شمال ختیځ کې د شبکې له تاسیس نه وروسته په محسوسو او د لمس وړ مرکزونو کې دبشرې حقونو دپوهاوي دکچې دلوړولو په اړه وه.له همدې امله دبشرې حقونو او مدنې ټولنې(دشمال دهم غږي مرکز)دې ته دخپلې اجنډا په سرکې او دخپلو پروګرامونو دکارې دستور په توګه ځای ورکړ.

دڅلورو شمال ختیځو ولایتونو (بغلان،کندز،تخار،او بدخشان)لپاره دبشرې حقونو او مدنې ټولنې په هکله ددرئ ورځنې هم فکرې په لار اچول .
دشمال دپنځو ولایتونو(سمنګان ،بلخ،جوزجان،سرپل،او فاریاب) لپاره دپنځه ورځنې هم فکرې په لار اچول
دبشرې حقونو دشبکې له مینول سره سم په بلخ کې زده کونکو لپاره دپنځلسو ورکشاپونو دپروګرام پلي کول.په بلخ کي دبشرې حقونو دنړیوالی ورځې نمانځل دبشرې حقونو فرصتونو، او ګواښونو په اړوند دپراخو ملې خبرو اترو دائرول .په بشرې حقونو پورې داړوندو مسائلو په هکله دیوه ورخنیو خبرو اترو دائرول
هم غږي:
په ټولنه کې دیوه موټي او اغیزناک قوت په توګه د مرکزونو دمنسجم کولو په اړه او دغه راز دهغو مرکزونو چې دبشرۍ حقونو او مدنې ټولنې اړوند دي تر منځ هم عږي رامنځته کول له هغو ساحو نه یوه ده چې دشبکې له منزلونو نه ده.

په پسرلي کې دشمال او شمال ختیځ په نهه ولایتونو کې دبشرې حقونو دښونځیو فعالول ،دښځو دنړیوالې ورځې تجلیل او نمانځنه او دشمال پنځو ولایتونو لپاره دبشرې حقونو او مدنې ټولنې په تړاو ددرئ ورځنې سیمینار دائرول.