Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 




 
 
 
 

دشبکې کارکونکي

عزېزه خیر اندیش په 1345 م کال کې په هرات کې زوکړې ده .په سیاسی علومو او حقوقو کې یې دکابل پوهنتون دحقوقو له پوهنځې نه زده کړې پیل کړې دې .او دناسمو ټولنېزو او سیاسي حالاتو له امله له دغو نه یوه برخه بې پایه پاتې شوه .خو وروسته یې وکولای شوای چې دهرات دمعلمینو دروزنې انسټیټیوټ پای ته ورسوي او دځوانانو او ماشومانو روزنې ته یې مخه کړه له پرله پسې جګړو وروسته اړه شوه دڅه وخت لپاره دایران هېواد ته کډواله

شې له کورنۍ سره یې ونه کړای شوای له وطنه لیرې والی وزغمې نو بېرته وهېواد ته راستنه شوه.

دطالبانو له راتګ نه وروسته یې په کور کې دنجونو ښونې او روزنې ته ادامه ورکړه او دطالبانو له سقوط نه وروسته یې بیرته دښونې مقدسې دندې ته مخه کړه .د1381 په اضطرارې لویه جرګه کې دهرات داستازې په توګه وټاکل شوه او د 1382 داساسی قانون دغربې ساحوي دفتر دمرستیالې په توګه یې ددې قانون په تصویب او تدوین په پروسه کې کار تر سره کړاو په غربې حوزه کې داساسي قانون دلوېې جرګې لپاره دښځو دټاکنومسئولیت په غاړه و.

په ولسمشرېزو ټاکنو کې یې په غربې حوزه کې دټکنو په ګډ دارالانشاء کې دماسټر ټرېنر په توګه دنده اجراء کړه.او په دغه توګه یې په پارلمانې ټاکنو کې کار تر سره کړ.یوه موده یې په غربې حوزه کې دمدنې ټولنې دفرهنګ په دفتر کې دوېښتابه په پروژو کې کار تر سره کړاو له ۲۰۰۶ م نه راپه دې خوا په غربې حوزه کې دبشرې حقونو او مدنې ټولنې دپوګرامونو دهمغږې کونکې په توګه کار کوې

عزېزه خیر اندېش په هرات او کابل کې دروزنې په یو شمېر پروګرامونو کې ګډون درلود او خپلې تجربې یې زیاتې کړې دې.عزېزه خیر اندېش دهرات له منلو مېرمنو څخه ده .هغه په غربې زون کې دبشرې حقونو او په خاصه توګه دبشر دحقونو دتعمیم په اړوند دښځو په منځ کې ډېر محبوبیت لرې.

په غرب کې له تاسیس نه وړاندې تاریخچه:
دبشرې حقونو او مدنې ټولنې شبکې له درئ ورځنې همایش افتتاح کولو نه وړاندي په غربې حوزه کې دمدنې ټولنې او بشرې حقونو له مرکزونو سره دسلا مشورو دلا زیاتې پېژندګلوي او او دبشرې حقونو دوضعیت دڅرنګوالې دمعلومولو په موخه په تر سره کړ.

په غرب کې دبشرې حقونو او مدنې ټولنې دشبکې دفعالیتونو او لمړي دفتر پراختیا
په غرب کې دبشر دحقونو او مدنې ټولنې شبکې لومړی ساحوي دفتر د فبرورې په ۱۵ – ۲۰۰۷ م کال پرانست دهم غږي دفتر په هرات کې ده چې څلور ولایتونه (هرات ،فراه ،بادغیس،او غور) یې تر سیار پوښښ لاندې دي.له هرات نه دباندې دشبکې دپروګرامونو دغزونې موخه دبشرې حقونو او مدنې ټولنې اړوند دشبکیې کار معرفې کول،په ټولنه کي دیو موټی او اغیزمن قوت په توګه دمدنې ټولنې دمرکزونو انسجام ،دښارې فرهنګ پیاوړتیا ،او دقانون په حاکمیت او دموکراسی ولاړې ټولنې ته رسېدل چې همدغه دشبکې موخه ده ، دي . له فبروري ۲۰۰۷ نه تر فبروری ۲۰۰۸ پوري فعالیتونه:

داړتیاو په ګوته کول:
په غرب کې دخبرو اترو یوه ورځنې پروګرامونو جوړول،دبشرې حقونو او مدنېټولنې اړوند سیمنارونه دائرول ،او دنظر غوښتنې او سلا مشورو دیوه ورځنې پروګرامونو رغونه دبشرې حقونو او مدنې ټولنې داړتیاو دپه ګوته کولو په لړ کې مهم او ددې مفاهیمو په پیاوړتیا کې رول درلود.
دفعالیتونو زمېنه:
ظرفیت پالنه
ادواکسي
هم غږي

دظرفیت پراختیا:
دشبکې دکلیدی ساحې پراختیا هغه څه و چې په غربې زون کې دمحسوسو مرکزونو په منځ کې دبشرې حقونو اړوند دپوهې دکچې لوړتیا یې موخه وه پر همدې بنسټ دبشرې حقونو او مدنې ټولنې شبکې (دلوېدېځ دهم غږي مرکز)دخپلې اجنډا او کارې دستور له لمړیتوبونو نه ده.

دبشرې حقونو دمفاهیمو اړوند په هرات ښارکې د ورکشاپونو دائرول

دغه راز په بادغیس ولایت کي دبشرې حقونو او مدنې ټولنې په تړاو درئ ورځني هم فکري او دښځو دحقونو یو ورځني ورکشاپ جوړول.

په فراه ولایت کې دښځو او ماشوم دحقونو اړوند یوه ورڅني روزنیز ورکشاپ دائرول

په غور ولایت کې دښځو ماشومانو دحقونو او مدنې ټولنې او دموکراسي په هکله درئ ورکشاپونه جوړول

په غربي حوزه کې دبشرې حقونو دلسو ښونکیو لپاره په هرات کې دښونکیو دروزنې یوه اونۍ پروګرام دشبکې له نشراتو نه دبشرې حقونو دروزنیز دست نامې پر بنسټ.

دمرکزونو دګټې اخستنې لپاره دکوچنې کتابتون ایجاد

ادواکسی:
تأثیر گذاری و داد خواهی در رابطه به فضای حاکم و تخطی های حقوق بشری روشی است اصلاحی به خاطر بهبود وضعیت حقوق بشر و تقویت دورنمای شبکه.

صدور اعلامیه در پیوند با مخالفت با منشور مصالحهء ملی پارلمان(در هم آهنگی با کابل)
راه اندازی گفتمان های یک روزه در پیوند با مسایل وابسته به حقوق بشر؛ چون پلورالیسم , فرهنگ حقو ق بشرچیست ؟ رسانه وحقوق بشر وزن وحقو ق بشر از دیدگاه اسلام .

هم غږي:
په ټولنه کې دیوه موټي او اغیزناک قوت په توګه د مرکزونو دمنسجم کولو په اړه او دغه راز دهغو مرکزونو چې دبشرۍ حقونو او مدنې ټولنې اړوند دي تر منځ هم عږي رامنځته کول له هغو ساحو نه یوه ده چې دشبکې له منزلونو نه ده.

دڅلورو غربې ولایتونو لپاره دبشرې حقونو دپسرلي دښونځیو په کار اچونه

دښځو دنړیوالي ورځې نمانځنه

دڅلورو غربې ولایتونو لپاره دبشرې حقونو او مدنې ټولنې په هکله دڅلور ورځنې سیمنار جوړول

له مدنې ټولنو او په خاصه توګه دښځو له ټولنو سره دسلا مشورو غونډ ې کول.