Copyright 2007-2009
All logos, graphics are registered trademarks of CSHRN.

 
 
 
 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 

 



 
 
 
 

دشبکې کارکونکي
داکتر نعمت الله همدرد په ۱۳۳۲ کال کې په کنړونو کې زېږدلی دی .دطب په برخه کې یې زده کړې سر ته رسولې دې .دزده کړو له سرته رسولو نه وروسته یې په دولتې چوکاټ کې دخپل مسلک اړوندو برخو کې کار تر سره کړی دي .ډاکتر همدرد شاوخوا ۲۵ کلونه له طبیب نه تر سرطبیب پورې په بیلابیلو ادارو او موسسو کې کار کړی دي .ډاکتر داتیاومې لسیزې په پیل کې له بشرې حقونو او مدنې ټولنې سره تړاو وموند .په پیل کې یې دچاپېریال ساتنې او دافغانستان دبشرې حقونو دسازمان دختیځ زون درئیس په توګه کار کاوه او په دې موده کې یې دهېواد په ختیځ کې دمدنې ټولنې او بشرې حقونو په پوهاوي کې رغنده ونډه واخسته.ډاکټر همدرد د ۲۰۰۳ م کال په ټاکنو کې دکارې ډلو ړرهبر په توګه وګمارل شو،او په زړه پورې تجربې یې تر لاسه کړې .په ۲۰۰۴ م کې دملګرو ملتو له خوا دبشرې حقونو دوضعې دڅرنګوالي په اړوند مسئولیت ورکړل شو.او له دې وروسته یې په دولسمشرېزو ټاکنو په لړ کې په دره نور ولسوالي او بهسودو کې رغنده رول تر سره کړ.ډاکتر همدرد له ۲۰۰۶ نه دافغانستان دبشرې حقونو او مدنې ټولنې له شبکې سره دهېواد په ختیځ زون کې همکاري پیل کړه.او له ۲۰۰۷ نه دافغانستان دبشرې حقونو او مدنې ټولنې دهمغږي کونکي په توګه ګمارل شوی دي.ډاکتر همدرد دخپلې همکاري له لومړي سر نه دقانون دحاکمیت بشرې حقونو او مدنې ټولنې اړوند ډېری روزنیز پروګرامونه پلي کړي دي .

  تګلارې

له تاسس نه وړاندې دشبکې تاریخ:

دبشرې حقونو او مدنې ټولنې شبکه د۲۰۰۴ م په اګست کې په کابل کې جوړه شوه او رسما یې په فعالیت بیل وکړ.شبکې په لومړیو دوو کلونو کې له ۲۰۰۴ نه تر ۲۰۰۶ م پورې په کابل کې فعالیت درلود او دبشرې حقونو دروزنېزو ښونځیو او ورکشاپونو له لارې یې له بیلا بیلو نقاطو نه استازي رابلل تر څو پېژندګلوي لا پراخه شې په کابل کې دروزنېزو پروګرامونو او دبشرې حقونو دښونېزو ورکشاپونو په مټ هغه کسان چې دشبکې همکاران ول دبشرې حقونو دحالت دڅرنګوالې دمعلومولو په موخه یې څو ځله ننګرهار ته سفرونه وکړل تر څو له مدنې مرکزونو سره اشنا شي.

په ختیځ زون کې دلمړي ساحوي دفتر او فعلیتونو پراختیا:

د ۱۳۸۶ م کال د په ۲۹ مه نیټه یاني ۲۰۰۷ م کال دمئ په ۱۹ مه دبشرې حقونو او مدنې ټولنې شبکې په ختیځ زون کې خپل لومړی دفتر پرانست .دشبکې ساحوي دفتر (دختیځ دهمغږي مرکز)په ننګرهار کې دي ،چې دختیځې حوزې درئ ولایتونه (کنړ،لغمان ،او نورستان )ولایتونه یې تر سیار پوښښ لاندې دي ..دختیځ زون په ګډون له کابل نه دباندې دشبکې دفعالیتونو دغزونې موخه په ټولنه کې دیو موټي او غیزمن قوت په توګه دمدنې ټولنې دمرکزونو انسجام ،دښارې فرهنګ پیاوړتیا ،او دقانون په حاکمیت او دموکراتیکو اصولو ولاړې ټولنې رامنځته کول و.چې دشبکې اوږد مهالی منزل دي

له تاریخ نه وړاندې دشبکې تاریخ

دشبکې په ستراتیژیک پروګرام کې دختیځ دغوښتنو شاملول.دساحوي دفترونو رغونه او دسرتاسري هم غږی رامنځته کول اوبالاخره دیوې ملې شبکې رامنځته کول دشبکې دفعالیتونو دپرمختګ له پاره په ختیځ کې دفتر ایجاد شودخبرو اترو ـاو مباڅثې فضا رامنځته شوه او له بله پلوه اړتیاوی په ګوته شوي

د۲۰۰۷ م له فبروري نه د۲۰۰۸ تر جنوري پورې فعالیتونه
اوله نیمایی:

دمدنې ټولنې دمرکزونو دپژندګلوي په موخه په تر پوښښ لاندې ولایتونو کې دفعالیتونو پیل کول دپروګرامونو دپلي کولو په اړوند نظر غوښتنه او سلا مشورې .داړتیاو په ګوته کول او دبشرې حقونو او مدنې ټولنې په اړوند دپروګرامونو معرفې کول .

ظرفیت پالنه
ورکشاپونه:

6 برنامه درولایت ننگرهار و یک برنامه در ولایت کنر ویک برنامه در ولایت لغمان با نماینده گان نهاد های مدنی . کمیسون مستقل حقوق بشر نماینده گان ادارات دولتی ونماینده دفتر یونما اشترک داشتند اجراء شده .
اشتراک نماینده گان نهادهای مدنی وحقوق بشری ار 4 ولایت شرقی در برنامه های مرکر در کابل اشتراک کردن تا نماینده گان نهاد های مدنی یکی دیگر را بشناسند .

داسي شپږ پروګرامونه دننګرهار په ولایت کې او یو په لغمان کې او یو هم په کنړ کې اجرا شو چې دبشر دحقونو دمستقل کمیسون مدنې غړو ددولتې ادارو استازیو او دیوناما استازی په کې موجود وو.

همغږي:

په کابل او بامیانو کې دبشرې حقونو ښونڅي ـ او په ننګرهار ولایت کې له مدنې مرکزونو سره دخبرو اترو منظم پروګرامونه تر سره شول.

ادوکسی:

د۲۰۰۷ م ددسامبر په دولسمه په ختیځ کې دځوانانو له حقونو نه ددفاع په موخه دشبکې ددفتر له خوا یو سوله ایز لاریون تر سره شو. دوږي ۳۰ دسولې دنړیوالې ورځې نمانځنه

دشځو په وړاندي دتاوتریخوالی دمخنیوي په موخه دختیځ د حوزې په ۲۰ ولسوالیو کې کمپاین تر سره شو

په ننګرهار کې دبشر دحقونو دنړۍ والې ورځې نمانځنه

د awec له اړخه دادواکسی په بخه کې دروزنې دوه پروګرامونه همغږي شول .او په ختیځ زون کې دشبکې ددفتر له خوا اجرا شول.دخلکو دحقونو دلاس ته راوړنې په موخه درسنیو دګردي میز په پروګرامونو کې فعاله ونډه واخستله شوه ترڅو خپل غږ تر دولتې چارواکو او نړیوالې ټولنې ورورسوو.

په کنړ ،ننګرهار او لغمان ولایتونو کې دبشر له حقونو دملاتړ په موخه له والي صاحبانو سره لېدنې کتنې تر سره شوې.