عمومي ټولنه:
عمومي ټولنه دبشرې حقونو او مدنې ټولنې لوړپوړی پرېکړنده مقام دي .عمومي ټولنه له د بشرې حقونو او مدنې ټولنې دشبمکې له ټولوغړو مرکزونه نه جوړه ده .عمومي ټولنه بشرې حقونو او مدنې ټولنې د شبکې دستراتیژي،جوړښت ،او دستراتیژي داجراکولو پریکړنده مقام دي.
عمومې ټولنه په کال کې یوځل غونډه لري،دشبکې دفعالیتونو ګزارشونه ارزیابې کوي ،اوپه زمین کي لازمې پرېکړې کوي .عمومي ټولنه دغه راز د یوه کال لپاره مدیره هیئت ټاکې چې د عمومي ټولنې مسئولیت پر غاړه لري ،عمومي ټولنه په دې برسېره کولای شي خپله فوق العاده غونډه راوبولي.
دبشرې حقونو او مدنې ټولنې دشبکې مدیره هیئت
مدیره هیئت د عمومي ټولنې له خوا دیوه کال لپاره ټاکل کیږي .دبشرې حقونو او مدنې ټولنې مدیره هیئت له غړو مرکزونو نه ټاکل کیږي .په مدېره هیئت کې غړیتوب دمسئولینو او یا دهغو لوړپوړو افرادو له خوا چې د غړو مرکزونو له خوا معرفې کیږی تر سره کیږي.
دبشرې حقونو او مدنې ټولنې مدیره هیئت دیوه کال لپاره دعمومي ټولنې صلاحیتونه له ځان سره لري .
دبشرې حقونو او مدنې ټولنې مدیره هیئت له هرو دریو میاشتو وروسته یوخل نوبتي غونډه رابولي او دشبکې دکار دڅرنګوالي څیړنه کوي
دبشرې حقونو او مدنې ټولنې دشبکې مدیره هیئت ددارالانشاء پرله پسي او هراړخیز راپورونه اوري او اودپروګرامونو دپلي کولو په اړوند پرېکړې کوي.
مدېره هیئت له یولسو غړو نه تشکیل شوی دي چې لس تنه یې له غړو مرکزونو نه، او یو تن یې په دنمارک کې دبشرې حقونو په انسټیوټ کې دافغانستان دپروګرام مسئول دي
اجرایوې دارالانشاء
اجرایوي دارالانشاء دبشرې حقونو او مدنې ټولنې اجرایوې مرکز دي .دا مرکز موظف دي چې له مدیره هیئت سره په تفاهم مطروحه پروګرامونه عملي کړي او دهغو دعملي کېدنې دڅرنګوالي په اړوند مدیره هیئت ته راپور ورکړي . دشبکې اجرایوې دارالانشاء په دریو بنسټېزو برخو ویشل شوې ده چې په دې ډول دې . دظرفیت جوړونې برخه ،داطلاعاتواو نشراتو برخه ،او مالي او ادارې برخه .داجرایوې دار الانشاء فعالیتونه د دشبکې دهمغږي کونکي له خوا رهبري کیږي .داجرایوې دار الانشاء مرکزي دفتر په کابل کې دي او ساحوي دفترونه یې په مزارشریف ،جلال اباد ،او هرات کې دي .چې په هر یوه کې یو همغږی کونکي او یو مرستیال یې شتون لري .