پوښتنه : د مدنې ټولنې او دبشر دحقونو شبکه څه ډول ټولنه دي؟
ځواب :دبشر دحقونو او مدنې ټولنې شبکه ،دافغاني مدنې ټولنو دمرکزونو تر منځ دهمکاري او هم غږي درامنځته کولو په موخه چې دبشرې حقونو دخوندیتوب ،په افغانستان کې دډیموکراسي دپلې کولو دقانون دحاکمیت درامنځته کولو،او دغو ارزښتونو ته دژمن دولت درامنځته کولو په لړ کې کار کوي .فعالیت لري. دمدنې ټولنې او بشرې حقونو شبکه د ۱۳۸۲ لمرېز کال دوږي په میاشت کې چې د۲۰۰۴ م زېږدېز کال داګست له میاشتې سره سمون خورې په کابل کې د ۲۸ غیر دولتي موسسو له خوا رامنځته شوه.
پوښتنه :ولي ددې مرکز نوم د مدنې ټولنې او بشرې حقونو شبکه دي؟
ځواب : شبکه درغنده اړیکو دپراختیا ،پروګرامونو دپلي کولو ،هم غږي رامنځته کولو لپاره زمینه مساعدوي.دا دمرکزونو تر منځ داړیکو دټینګولو یو ځنځیر دي ترڅو هغوئ وکولای شي په دې توګه او له دغې لارې نورې کړۍ هم له دې سره یوځای او کلکې کړې. دبشرې حقونو دفرهنګ دترویج له لارې دمدنې ټولنې جوړول او ټینګښت ددغې شبکې له ارزښتمنو موخو څخه دي.نو پر دې بنسټ دهرهغه مرکز پر مخ چې په دې لار کې فعالیت کوي ددغې شبکې دروازې پرانیستې دې .دمدنې ټولنې او بشرې حقونو شبکه له ځان سره دنږدې کیدو تړاو لري او غښتلې کوی یې ،او ددغو ارزښتنو دودې او دغو ته دژمنو مرکزونو تر منځ دهمغږي او خبرو اترو دفرهنګ دپیاوړي کولو په لړ کې کار کوي .
پوښتنه :دبشر دحقونو د مستقل کمیسون او دمدنې ټولنې او بشرې حقونو دشبکې توپېر په څه کې دی؟
ځواب :دبشر دحقونو مستقل کمیسون په هېواد کې دبشر دحقونو یو ملي مرکز دي.دغه مرکز په افغانستان کې دبشرې حقونو دڅارنې ،دبشرې حقونو دښونې او دڅرنګوالي په هکله د راپور ورکولو مسئولیت پر غاړه لري .دافغانستان غوندي په یوه هېواد کې چرته چې دبشر دحقونو حال بوږنونکې دی دداسی دولت او مدنې ټولنې درامنځته کولو په موخه چې بشرې حقونه یې په ورځنېز مضمون کې ګډون ولرې ډېر کار ته اړتیا ده.ځکه نو دمدنې ټولنې او بشرې حقونو شبکه رامنځته شوه .چې د مدنې ټولنې دمرکزونو دپیاوړتیا لپاره دورته مرکزونو تر منځ دهمکاري او هم غږي لپاره فعالیت وکړی .په دې لړ کې شبکه دافغانستان دبشرې حقونو له مستقل کمیسون سره په بشپړه همکاري او هم غږي کار او فغالیت کوي
پوښتنه: آیا شبکه له دولت سره په ګډه کار کوي؟
ځواب .شبکه دظرفیت دکچې په لوړولو کې له دولت سره نږدې هم غږي او همکارې لري. شبکې دتېرو دوو کلونو په اوږدو کې دبشرې حقونو دښونې په برخه کې له دولتې مرکزونو سره دکادري پیاوړتیا پروګرامونه او رغنده خبرې اترې تر سره کړې دې.
شبکه له ټولو هغو دولتي مرکزونو سره چې هره ورځ یې دبشر له حقونو سره سرو کاروي همکارې کوي ،دغه مرکزونه په دغه ډول دي: ستره محکمه،عمومي سارنوالي .دعدلیې وزارت،دکورنیو چارو وزارت ،دښځو دچارو وزارت،داطلاعاتو او فرهنګ وزارت.
پوښتنه: آیا شبکه یوازي په کابل کې فعاله ده
ځواب:شبکې په لومړې سر کې له کابل نه فعالیت پیل کړ ،چې دوه کاله وخت یې ونیو،خو له دې سره یې په ولایت کې هم ځینی پروګرامونه تجربه کړل .د ۱۳۸۶ له وږي نه شبکې ځایې فعالیتونه هم پیل کړل ،او اوسمهال شبکه دمرکز په ګډون په شمال ختیځ او لوېدېځ کې دېرش ځایې دفترونه لري . په خواښینۍ باید ووایو چې شبکه نه ده توانیدلې چې د هېواد په سویل کې خپل فعالیتونه پر مخ بوزې ،خو هېله ده چې په راتلونکې کې به دا هېله تر سره شي.
پوښتنه:په شبکه کې دغړیتوب شرایط څنګه دي ؟آیا افراد هم کولای شي دشبکې غړیتوب تر لاسه کړي؟
. ځواب : شبکه له غړو مرکزونو جوړه ده.څرنګه چې شبکه دمرکزونو تر منځ دتفاهم او هم غږي په موخه جوړه شوې ده ځکه نو یوازي مرکزونه کولای ښی دشبکې غړیتوب تر لاسه کړي شبکه څو تنه ملي روڼ آندي او مستقل شخطیتونه دهمکارانو او متخصیصنو په نامه له ځان سره لري ،چې په بیلابیلو برخو کې له شبکې سره همکاران دي .خو د غړي په توګه درایې څق نه لري .هغوئ یوازي په عمومي غونډو کې دګډون حق لري .ډېری هم غږي کونکي مرکزونه له غړو نه حق العضویت اخلي خو دشبکې له امکاناتو او عضویت نه ګټه اخستل وړیا دي.
پوښتنه: دشبکې رئیس څوک دي؟
ځواب : په شبکه کې ددموکراسي ټول قواعد په پام کې نیول شوې دي .دشبکې لوړ پوړی مقام غړي مرکزونه ،یاني دهغې عمومي ټولنه ده عمومې ټولنه په کال کې یو ځل عونډه دائروي او دشبکې له ټولو فعالیتونو ګزارش اورې.عمومي ټولنه هر کال په بشپړه دموکراتیکه توګه ،دپټو او مستقیمو رایو پر اساس ،خپل مدیره هیئت ټاکې .مدیره هیئت ،ددوو ټولنو تر منځ ،شبکه رهبرې کوې او دشبکې دټولو فعالیتونو څارنه کوي.شبکه اجرایه کمیټه لري چې په دې کې ښاغلی محمد نعیم نظري دپروګرامونو دهم غږي ،وزیر احمد خرمي دښونې او اطلاعاتو مسئول
احمد سیر لعلي دمالي او اداري برخي دمسئول ،میرمن ګل بشره احمدزۍ دښونېز یونټ دمسئولې په توګه ،میرمن فروزان ارزو دسرچینو دمرکز دمسئولې ،میرمن عزیزه خیر اندیش دغربې رون دپروګرامونو هم غږي کونکې ،ښاغلی سروش کاظمي دشمال او شمال ختیځ دزون هم غږي کونکی
او ډاکتر نعمت الله همدرد دختیڅ زون دهم غږي کونکي مسئولیت پر غاړه لري شبکه ددموکراتیکو اصولو پر بنسټ فعالیت کوي او پریکړې په دموکراتیکه بڼه دهم غږي دنظریاتو په پام کې په نیولو سره کیږی، او تطبیق کیږی .
پوښتنه : شبکه له کومه ځایه تمویلیږي؟
ځواب : شبکه د سویس او دنمارک ددولتونو له خوا تمویلیږی .شبکه له مرسته کونکو مرکزونو سره له تقاهم وروسته له هرو دریو میاشتوپه ګډه غونډه کې په شفاف ډول خپل اجرایې او مالي ګزارش مرسته ورکونکو ته وړاندي کوي .شبکه دخپلې ستراتیژي په ټاکنه درسمونو او ارزښتونو په رعایتولواو دخپلو مقدساتو په لړ کې په بشپړه توګه خپلواکه ده .دشبکې ګزارشونه دهر غړي په لاس رسي کې وې او هر غړی کولای شی دشبکې اجرایې او مالي ګزارشونو ته لاس رسی ولري .
پوښتنه :ایا شبکه په افغانستان کې باندینی متخصیصین لري چې دشبکې دظرفیت په لوړولو کې مرستندویه وي؟
ځواب : شبکه ،د (ډنمارک دبشرې حقونو انسټیټیوټ) او (له ګواښ سره دمخ خلکو دملاتړ دسویس له موسسې) نه دخپلو دائمې بین المللي همکارانو په څېر په ګټه اخستنې دشبکې دمرکزونواو دفنې کارکونکو دظرفیت دکچې دلوړولو په موخه باندني متخصیصین رابولي.